د لوګر په محمداغه کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول
![7](/sites/default/files/2021-06/196556965_2031167510354469_4981585236035772331_n.jpg)
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېر ماښام د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور ترهګر طالبان وژلي دي.
یاد عملیات د محمداغې ولسوالۍ په سفېدسنګ سیمه کې ترسره شوي، چې د ترهګرو د وژل کېدو سربېره یې یو میل کلاشینکوف وسله، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.