د لوګر - ګردېز پر لویې لارې د ماین چاودنې عاملین ونیول شول

jamil-moi
Thu, Jun 03 2021 11:54 AM
ق

پولیسو تېره ورځ دوه ترهګر چې د لوګر - ګردېز د لویې لارې پر مسیر یې ماینونه ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي.
 یادو ترهګرو د لوګر - ګردېز د لارې پر مسیر ماین ځای پر ځای کړی و، چې د چاودنې له امله یې چا ته زیان ندی اوښتی.
پولیسو په سیمه کې د ماین تر چاودنې وروسته د دې قضیې عاملین نیولي دي.