لغمان کې ۲۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
![8](/sites/default/files/2021-05/189096266_2019906448147242_7878305353976382219_n_14.jpg)
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د لغمان ولایت د الیشېنګ او الینګار ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو شمېر پټنځایونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
هېره دې نه وي چې د لغمان ولایت په الینګار او الیشېنګ ولسوالیو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات په بریا سره دوام لري.