کابل کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف وسله، یوه قبضه تومانچه، یو میل چرهيي، دوه کړۍ لاسي بمونه، د موټر څلور قابه پلېټونه، ۲۴۷۰۰ افغانۍ، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.