کابل کې درې تنه د پیسو په بدل کې د پاکستان د ویزو د ورکړې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Sun, May 23 2021 3:16 PM
8

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ درې تنه چې غوښتل یې د پیسو په بدل کې د پاکستان ویزې خلکو ته ورکړي، نیول شوي دي. 
یادو کسانو له هر کس څخه ۱۲ زره افغانۍ اخیستې او د یوې ورځې په ترڅ کې به یې خلکو ته د ویزو د ورکړې ژمنه کوله. 
دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته دیپلوماتیکو ژمنو پر بنسټ د یاد هېواد ویزې په وړیا ډول وېشل کېږي.