کونړ کې د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژل شوي

jamil-moi
Sun, May 23 2021 12:48 PM
6

په کونړ ولایت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه کمین په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان حاجي مشهور په قاسم په ګډون شپږ ترهګر طالبان وژل شوي دي. 
یادې ډلې غوښتل څو د کونړ ولایت د شلطن ولسوالۍ په “للم کڅ” سیمه کې له خلکو عشر او ذکات ټول کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کمین سره مخ شوي او په پایله کې یی د قاسم په شمول شپږ ترهګر وژل شوي او یو بل یې په ټپي حالت کې له یو میل وسلې سره نیول شوی دی.