لوګر کې د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي

jamil-moi
Thu, May 20 2021 12:44 PM
7

د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي عملیاتو په ملاتړ د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 
یاد عملیات تېره ورځ د محمداغې ولسوالۍ په “ده منکه” سیمه کې ترسره شوي چې په پایله کې یې ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې د ترهګرو د وسلو او مهماتو یو پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.