د هېواد په درېیو ولایتونو کې د موټر د غلا شپږ کسیزه ډله ونیول شوه

jamil-moi
Wed, May 19 2021 9:46 AM
۴

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، پروان او بغلان ولایتونو په اړوند سیمو کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د موټر د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ښار د یوولسمې او پینځلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې څلور تنه، پروان کې یو کس او همدارنګه په بغلان کې هم یو کس تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه درې عرادې غلا شوي وسایط هم ترلاسه شوي دي.