د هرات پولیسو ته لارښوونه وشوه څو د سوداګرو او پانګوالو د امنیت ساتنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي

jamil-moi
Sat, May 15 2021 10:33 AM
9

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنعت خونې له غړو او پانګوالو سره وکتل او د دوی د شته ستونزو د اورېدنې سربېره یې د امنیت د لا ښه والي په پار اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنعت خونې غړو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره د کتنې په ترڅ کې په صنعتي سیمو کې د اطفاییوي امکاناتو د نشتون، د پانګوالو د فېزیکي امنیت د ساتنې په برخه کې د ضعف او همدارنګه له ګمرکونو سره د کمیساریو د رسمیاتو د نه یووالي ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتونکي یې شول. 
په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د پانګوالو پر وړاندې د شته ستونزو تر اورېدنې وروسته دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې په جدي توګه رسېدنه کېږي او د وضعیت د ښه والي په موخه به یې اقدام وکړي.
ښاغلي حیات وویل، چې د سوداګرو او پانګوالو د امنیت ټینګښت د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه لومړیتوب دی او له همدې کبله د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ ته لارښوونه وشوه څو د سوداګرو او پانګوالو سره نږدې اړیکې جوړې کړي او د امنیت ساتنې په برخه کې یې لازم تدابیر ونیسي.