هلمند کې ترهګرو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي
د هلمند ولایت د ناوې او نهرسراج ولسوالیو او همدارنګه د مرکز په اړوند بشران سیمه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې بریدونو په پایله کې ۵۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي، چې د ۳۷ تنو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو په لړ کې د طالبانو لسګونه کړۍ ماینونه چې په ځایي سیمو کې یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.