د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د جاپان هېواد له سفیر سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات پرون ماسپښین په افغانستان کې د جاپان هېواد له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره وکتل.
د دې کتنې په ترڅ کې ښاغلي حیات له کورنیو چارو وزارت سره د جاپان هېواد له مرستو مننه وکړه او پر لا دوام یې ټینګار وکړ.
ورپسې په افغانستان کې د جاپان هېواد سفیر تاکاشي اوکادا له نړیوالو جرمونو او نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د افغان ملي پولیسو د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د نړیوالو شریکانو په توګه به په بېلابېلو برخو کې د ملي پولیسو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هېره دې نه وي چې جاپان هېواد د ملي پولیسو د ظرفیت لوړونې، ښوونې او روزنې، مسلکيتوب او همداراز په یو شمېر نورو برخو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري کوي.