د بلخ - جوزجان پر لویه لار ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له ملي اردو سره یو ځای د بلخ - جوزجان پر لویه لار یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګر طالبانو درې کړۍ ماینونه چې د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د نښه کولو په پار یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.