دوه ترهګر چې په کندهار او هلمند کې یې چریکي بریدونه ترسره کول، ووژل شول

د کندهار پولیسو هغه ترهګر چې د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې پر پوستو یې لاسي بمونه ګوزار کړي وو، وژلی دی.
یاد ترهګر د کندهار ښار د درېیمې حوزې په ملایان سیمه کې د پولیسو پر پوستو د لاسي بمونو د غورځولو له امله وژل شوی دی.
همدارنګه؛ د هلمند پولیسو یو بل ترهګر چې د نهرسراج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یې چریکي بریدونه ترسره کول، وژلی دی.
دې ترهګر غوښتل چې د نهرسراج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له څادرۍ څخه په استفادې د پولیسو پر څار ځای برید وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته وژل شوی دی.
له یاد ترهګر څخه یوه قبضه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.