پروان او کندوز کې له دوه ترورېستي پېښو مخنیوی شوی

ملي پولیسو تېره ورځ د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په "توخجي" کلي کې تر پله لاندې د ترهګرو طالبانو یو کړۍ ځای پر ځای شوی ماین چې د ملکي مرګ ژوبلې په پار یې خښ کړی و، کشف او شنډ کړی دی.
همدارنګه؛ پولیسو د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم درې ډزه هاوان ګولۍ کشف او له منځه وړې دي.