د کورنیو چارو وزارت سرپرست د هېواد د ترانسپورتي او باروړونکو ټولنې له مسوولینو سره وکتل

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د هېواد د ترانسپورتي او باوړونکو ټولنې له مسوولینو او غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد د ترانسپورتي او باروړونکو ټولنې مسوولینو د کورنیو چارو وزارت له وروستیو اقداماتو څخه چې په لویو لارو کې د غیرقانوني باج اخیستنو د کموالي لامل شوي، ستاینه وکړه.
د دې کتنې په سر کې د لویو لارو پر مسیر امنیتي ستونزو ته د رسېدنې او همدارنګه له ترافیکي جرمونو او باج اخیستنې د مخنیوي په تړاو بحث او خبرې وشوې.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت له لوري هغه کمېټه چې په دې اړه جوړه شوې ده، د هېواد د لویو لارو پر مسیر یې د وضعیت د څرنګوالي په تړاو خپلې ارزونې او همداراز د ترانسپورتي ستونزو او ننګونو راپور وړاندې کړ.
د دې کتنې په ترڅ کې د امنیتي مسوولینو په همغږۍ د ورځې لخوا پر یوه مشخص مسیر پلازمېنې ته د باروړونکو وسایطو د دننه کېدو ستونزې په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، څو د امنیتي او باروړونکو ټولنې یو ګډ پلاوی په اړونده برخه کې کار وکړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې د یاد وزارت مشرتابه به د ترانسپورتي ټولنې ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په برخه کې جدي تمرکز وکړي. نوموړي د دې ټولنې له مسوولینو وغوښتل چې له امنیتي ستونزې او فساد سره د مخامخېدو په صورت کې په مستقیمه توګه له نوموړي سره اړیکه ونیسي.