د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته ۲۵ زره سي‌سي وینه ډالۍ شوه

jamil-moi
Sat, Apr 24 2021 8:40 AM
۶

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي زده‌کړیالانو او منسوبینو تېر ماښام د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په دې اکاډمي کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدنې په پار خپلو همسنګرانو ته وینه ورکړه.
د دې برنامې جوړوونکو د یادې برنامې موخه د خپلو لیکو د ملګرو تشویق او د انګېزې ورکړه یاده کړه. دوی د دې برنامې په پرانیستې سره د جرمونو او ترهګرۍ پر وړاندې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د سرښندنو درناوی وکړ.
د کورنیو چارو وزارت د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي له لوري د وینې د ورکړې بهیر د چهارشنبې په ماښام پیل شو او په راتلونکو ورځو کې به هم دوام ولري.