لس طالب ترهګر چې په ګڼو هدفي وژنو په ځانګړې توګه د یما سیاووش په ترور کې یې لاس درلود، ونیول شول

jamil-moi
Thu, Apr 08 2021 4:52 PM
8

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې لس تنه طالب ترهګر چې د خبریالانو او امنیتي ځواکونو په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، نیولي دي. 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې یاد کسان په لغمان ولایت، د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ، د کابل ښار د پینځمې ناحیې، پغمان او بګرامي ولسوالیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي. 
ښاغلي ارین زیاته کړه چې د دې ډلې ډلمشر عبدالصبور نومېږي او د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوی دی.
یاد ترهګر د یما سیاووش او د کابل ښار د پینځمې حوزې د امر محمدزي کوچي د شهادت کلیدي عاملین دي.