کابل، نیمروز او هرات کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی شوی

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو نن سهار د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې اړوند د زمان خان کلا سیمې سړک ته څېرمه د ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین چې د ملکی مرګ ژوبلې په موخه یې ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړی دی.
بلخوا؛ پولیسو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ د لارې پر مسیر هم شپږ کړۍ ماینونه چې ترهګرو طالبانو د ترورېستي پېښو په پار ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.
په همدې حال کې؛ پولیسو د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند هرات – شینډنډ د لارې په مسیر کې هم د ترهګرو طالبانو څلور کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.