لوګر کې د مقناطیسي ماینونو یوه زېرمه کشف شوه

jamil-moi
Mon, Apr 05 2021 1:53 PM
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له منسوبینو سره یو ځای د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه چې ترهګرو به په کې ماینونه او چاودېدونکي توکي ساتل، کشف او ترلاسه کړې ده.
له یادې زېرمې څخه د ترهګرو طالبانو څو کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې زېرمې په کشف سره له ګڼو ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی دی.