ستر امنیتي معین د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
Tue, Mar 30 2021 8:36 PM
8

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر کړی دی.
سترپاسوال عبدالصبور قانع د دې سفر په لړ کې د فراه ولایت د امنیتي ټیم له مشرتابه سره وکتل او د دې ولایت د امنیتي وضعیت سربېره یې د عملیاتي چارو پرمختګونه او روانې چارې له نږدې وڅارلې او مسوولینو ته یې د امنیتي چارو د لا سمون په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. 
ستر امنیتي معین په فراه ولایت کې له مېشتو پولیسو هم لیدنه وکړه او د دوی ستونزې یې واورېدې. ښاغلي قانع د فراه پولیسو ته ډاډ ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه بشپړ ملاتړ ورسره دی او ستونزو ته به یې پر وخت او بې له ځنډه رسېدنه کېږي. 
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د عامه امن او نظم د ټینګښت او همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د پولیسو ستړیاوې او سرښندنې وستایلې او د هېواد د سپېڅلي بیرغ رپانده ساتنه یې د دوی د قربانیو پایله یاده کړه.