د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د لاسته راوړنو راپور واورېده او د یادو ځواکونو پر جدي ملاتړ يې ټینګار وکړ

jamil-moi
Sat, Mar 20 2021 12:51 AM
6

په مرکز او ولایتونو کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د قطعاتو او جزوتامونو د قوماندانانو، کشفي مرستیالانو او لوژېستیکي امرینو د راپور ورکونې شپږ ورځنی سیمینار د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د دې سیمینار د وروستۍ ورځ په مراسمو کې یاد سیمینار اړین یاد کړ او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو یو کلن راپور یې واورېده.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال په هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو هڅې او سرښندنې وستایلې او د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو یې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
په همدې حال کې؛ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لوی قوماندان پاسوال میراحمد عظیمي د افغانستان له خلکو او همدارنګه ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د امنیت د ټینګښت په برخو کې له تیاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه په هر ډول شرایطو کې له خاورې او خلکو د دفاع له پاره تابیا لري او په دې برخه کې به هېڅ ډول ناغېړي ونه کړي.
د تېر کال په لړ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد په کچه ۴۵۵۱ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۲۶۵ ترهګر وژلي، ۹۵۳ یې ټپیان کړي او ۱۱۵۳ تنه یې د ترورېستي فعالیتونو په تور نیولي دي.
د دې عملیاتو په پایله کې ۱۳۱۴ میله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۲۸۵ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه، ۸۴ عرادې بېلابېل ډوله وسایط، ۲۸۸ عرادې موټرسایکلونه، ۹۲ زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۰۹ ټُنه نشه يي توکي او پینځه صوبه ځانمرګي واسکټونه کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یادو ځواکونو د تېر کال په لړ کې د دوښمن ۹ عملیات شنډ کړي او په ترڅ کې یې ۳۲ تنه وژل شوي او همدارنګه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کي ۱۲۷۱ تنه چې د ترهګرو په ولکه کې وو، ژغورل شوي دي.