د هرات د تورغنډۍ بندر څلور ستر غړي تر نیول کېدو وروسته کابل ته ولېږدول شول

jamil-moi
Thu, Feb 18 2021 11:13 AM
7

د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو تېره ورځ د هرات ولایت د تورغنډۍ بندر څلور ستر غړي (رییس، مالي کارپوه، د بېلانس مدیر او د عوایدو مدیر) د مالي فساد د سندونو له مخې نیولي او کابل ته یې لېږدولي دي.
د هېواد د ولسمشر د دستور پر بنسټ، تر دې مخکې د تورغنډۍ بندر د عوایدو د څرنګوالي د څېړنې  په پار یو ځانګړی پلاوی هرات ولایت ته استول شوی دی. د یاد پلاوي موندنې ښيي چې دې کسانو د تېرو څو کلونو په لړ کې سلګونه میلیونه افغانۍ د راټول شویو عوایدو له درکه حیف او میل کړې دي.