غزني کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی

hakimi-moi
Wed, Feb 03 2021 3:43 PM
1

پولیسو د غزني ښار په اړوند سیمو کې د څو بېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د دوه ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د غزني ښار د دویمې حوزې په اړوند "ګدول اهنګران" سیمه او همدارنګه دشپږمې حوزې په اړوند "نواباد" سیمه کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی کړی دی.