د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې د استازو پوښتنې ځواب کړې

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي نن ولسي جرګې ته ولاړ او هلته یې د ملت استازو ته د هېواد د امنیتي وضعیت د څرنګوالي سربېره؛ د یاد وزارت د پلانونو او برنامو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
محمدمسعود اندرابي وویل، چې طالب ترهګر د سولې په مذاکراتو کې د لا زیات امتیاز ترلاس کولو په پار خپل ترورېستي بریدونو زیات کړي او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا د یادو ترهګرو ګڼو بریدونو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ټولې هدفي وژنې د ترهګرو طالبانو لخوا سازماندهي کېږي او د دوی دا کړنه بیا د جګړې په ډګرونو کې د دوی ماته او کمزورتیا ښیي. نوموړي وویل چې د ترورېستانو د شومو اهدافو او پلانونو د شنډولو په پار بیا ګڼې برنامې تر لاس لاندې نیول شوې دي.
ښاغلي اندرابي د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منځه د یو نوي تشکیل په جوړولو کار پیل شوی او اوسمهال یې یوه برخه په فراه ولایت کې فعالیت لري، چې د ترهګرو په ځپلو کې یې رغنده رول لوبولی دی.
محمد مسعود اندرابي د اجرایي برنامو او پلانونو په اړه څرګنده کړه چې موږ د امنیتي ځواکونو د ځان بسیاینې لپاره یو ګډ پلان لرو چې اوس د تطبیق په حال کې دی.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې په کورنیو چارو وزارت کې د فساد پر وړاندې ګړندۍ مبارزه ترسره شوې او اوس له یاد وزارت څخه سازمان شوی فساد له منځه تللی دی او په ځینو برخو کې چې اداري فساد په فردي ډول شتون لري د هغو د پېژندنې او مهار لپاره هم هڅې روانې دي.