د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Thu, Dec 17 2020 11:38 AM
ف

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تخار، بدخشان، سمنګان، لغمان، بادغیس او کابل ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ تخار ولایت کې څلور تنه، بدخشان ولایت کې دوه تنه، سمنګان ولایت کې یو کس، لغمان ولایت کې دوه تنه، بادغیس ولایت کې یو کس او د ارغندې چوک د تلاشۍ په دروازه کې هم درې تنه چې یو اندزاه هیرویین یې په خپله ګېډه کې ځای پر ځای کړي وو، د کابل ښار د دروازو د کنترول قوماندانۍ د منسوبینو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو اندزاه ښيښه، تریاک، "کا" تابلېت، هیرویین، یوه قبضه تومانچه او یو شمېر بېلابېل ډوله مهمات هم ترلاسه شوي دي.