کابل کې یوه جنایتکاره ډله له سوداګریزو محمولو د باج اخیستنې په تړاو ونیول شوه

jamil-moi
Fri, Nov 06 2020 1:15 PM
7

یاده جنایتکاره ډله چې د کابل ښار ارغندۍ دروازې ته یې نږدې له سوداګریزو محمولو باج اخیسته، د پولیسو د یو لړ پېچلو او تکتیکي عملیاتو په پایله کې نیول شوې ده.
دا ډله چې شمېر یې ۱۱ تنو ته رسېږي، له وارداتي سوداګریزو محمولو یې په ځيرکه توګه باج اخیسته او د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته له ۷ میله کلاشینکوف وسلو او دوه عرادې لېږدوونکو واسطو سره یو ځای نیول شوي دي.