امنیتي او دفاعي لوړ پوړو چارواکو د نیمروز ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ

hakimi-moi
Mon, Oct 26 2020 4:48 PM
1

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سترجنرال محمدیاسین ضیا هلمند ولایت ته د خپل سفر په دوام، دا ځل نیمروز ولایت ته ولاړل.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو یاد لوړ پوړي هیات د نیمروز ولایت له ملکي او نظامي چارواکو سره په لیدنه کې د دې ولایت امنیتي وضعیت وارزوه او په نیمروز کې یې شته امنیتي او دفاعي مسوولینو ته دستور ورکړ، چې د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ په برخو کې رغنده کوښښ وکړي.
ستر امنیتي معین په نیمروز ولایت کې د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره هم وکتل او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يې د دوی هڅې وستایلې.