مل‌‌پاسوال نجیب الله سرتېر د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان په توګه وګومارل شو

jamil-moi
Mon, Oct 05 2020 9:58 AM
6

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان د لارښوونې پر بنسټ، په پکتیکا ولایت کې د اصلاحاتو په موخه مل پاسوال نجیب الله سرتېر د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان په توګه ګومارل شوی او تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین له لوري د دې قوماندانۍ منسوبینو ته ور پېژندل شوی دی.
ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د پکتیکا ولایت د پولیسو له ځینو قطعو او جزوتامونو هم لیدنه وکړه او د دې قوماندانۍ ځینې منسوبین چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې یې هڅې کړې وې، مکافات او ستایلي دي.