کابل کې د وسلو او مقناطيسي ماینونو یو پټنځای چې د هدفي وژنو په سازماندهي کې ترې ګټه اخیستل کېده، کشف او ترلاسه شوی

jamil-moi
Sat, Sep 19 2020 5:02 PM
8

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ په کابل کې پر یوه استوګنیز کور ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د هدفي وژنو د سازماندهي يو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.
له یاد پټنځای څخه ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ مقناطیسي ماینونه او ۸۵۰ مېتره ثانیه سوځوونکې فلیتې ترلاسه شوې دي.
ترهګرو غوښتل له دې جنګي وسایلو څخه په کابل ښار کې په يو لړ پېچلو هدفي وژنو کې استفاده وکړي.
د دې پټنځای په کشف سره په کابل کې له ګڼو هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.