د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
Fri, Sep 18 2020 11:09 AM
6

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، د ملي دفاع سرپرست وزیر سترجنرال اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال
مېلر د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی دی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د لغمان ولایت له مشرتابه سره د امنیتي وضعیت او ننګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ، چې د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت د ټينګښت په برخه کې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.