د هېواد په دوو ولایتونو کې د وسایطو څلور غله ونیول شول

د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په مرکز او بګرام ولسوالۍ کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د وسایطو او د کورونو د غلا په تړاو نیولي دي.
په همدې حال کې؛ د خوست ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کس د یو عراده سراچه ډوله موټر د غلا په تړاو نیول شوی دی.