فاریاب او لغمان کې له ۹ ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
Mon, Aug 31 2020 10:29 AM
6

د ملي پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د فاریاب او لغمان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د نهه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ پر لاره او د لغمان ولایت د قرغه‌يي ولسوالۍ د لارې پر مسیر د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای شوي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترهګریزو پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدې، مخنیوی شوی دی.
د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول د افغانستان د بې‌ګناه خلکو پر وړاندې د ترهګرو ډلو ضعف او بې‌مسوولیتي ښيي، چې تر ټولو زیات زیان یې ملکي خلکو ته اوښتی دی.