د هېواد په دوو ولایتونو کې له درېیو چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
Thu, Aug 13 2020 1:38 PM
6

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند "پل‌خشتي" سیمه کې د ترهګرو د یوه کړۍ ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
بلخوا د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم د غزني ښار د لومړۍ او درېیمې ناحیو په اړوند سیمو کې د ترهګرو دوه کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.