کندوز او هلمند کې جګړهییز مهمات او نشهيي توکي کشف او ترلاسه شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندوز ولایت د مرکز په "چلهمزار" سیمه کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له یوه استوګنیز کور څخه د هاوان اوه ډزه ګولۍ کشف او ضبط کړې او په تړاو یې د وسلو او نشه يي توکو یو قاچاقبر نیولی دی.
په همدې حال کې؛ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم د یادو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې څه باندې ۶ زره ډزه د کلاشینکوف ګولۍ، څه باندې زر ډزه د پیکا ګولۍ، یوه پایه مخابره او ۱۰۸ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.