د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین له پکتیا ولایت څخه لیدنه وکړه

jamil-moi
Tue, Aug 11 2020 11:07 AM
6

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمد انور بریپال پکتیا ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د یاد ولایت امنیتي وضعیت وارزوه.
محمد انور بریپال د پکتیا په کچه د منسوبینو د محاربوي احضاراتو او همدارنګه د اعاشې او اباتې وضعیت د ارزونې برسېره، په یاد ولایت کې د شته ځواکونو د کړنو، ستونزو او ننګونو راپور واورېده.
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین په هېواد کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په برخه کې د زړورو پولیسو سرښندنې او قربانۍ مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به د پولیسو له منسوبینو پوره ملاتړ او پالنه وکړي.