کندوز او تخار کې څلور تنه د غلا او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو منسوبینو په کندوز او تخار ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د غلا او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې په کندوز کې یو کس د هیرویینو د قاچاق او بل کس د موټر د غلا او همدارنګه د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې هم دوه تنه د وسله والو غلاو په تور له یوې قبضې تفنګچې او یو عراده غلا شوي موټرسایکل سره یو ځای نیول شوي دي.