پکتیا او لوګر کې څلور تنه د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Tue, Jul 28 2020 10:05 AM
8

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
یاد عملیات د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار او د پکتیا ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې پینځه میله کلاشینکوفونه، ۱۶ کړۍ ماینونه، یوه قبضه تفنګچه، یو میل راکټ، د راکټ شپږ ګولۍ، د کلاشنیکوف او پیکا یو ډېر شمېر ګولۍ، یو اندازه نشه‌يي توکي او یو شمېر نور نظامي مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.