د هېواد په پینځو ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Sun, Jul 26 2020 10:40 AM
5

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په جوزجان، ننګرهار، بغلان، پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه د جوزجان ولایت په سلطان کوټ سیمه کې یو کس له نږدې پینځه کیلوګرامه چرسو، د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو کس له ۲۱ کیلوګرامه تریاکو سره د یوه استوګنیز کور د تلاشۍ پرمهال، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې درې تنه د نشه يي توکو او "کا" تابلېتونو د پلور، په پنجشېر کې یو کس د نهه کیلوګرامه تریاکو او ۳۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او همداراز د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې هم ۶۱ کیلو ګرامه چرس د دوه استوګنیزو کورونو د تلاشۍ پر مهال کشف او ترلاسه شوي او د بدخشان د قضیې په تور تر اوسه څوک ندي نیول شوي.