کابل کې یو حرفوي جنایتکار ونیول شو

hakimi-moi
Sun, Jul 19 2020 5:07 PM
1

نن سهار د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو حرفوي جنایتکار کامران چې په "خداداد" مشهور دی، نیولی دی.
نیول شوي جنایتکار په کابل ښار کې په لسګونو جرمي قضیو کې لاس درلود.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ هم د خداداد یو همکار عبید چې په بچه قباد مشهور دی، له پولیسو سره تر لنډې نښتې وروسته نیول شوی و.