ملي پولیسو په درېیو ولایتونو کې له درېیو خونړیو پېښو مخنیوی کړی

د ملي پولیسو منسوبینو په هلمند، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د درېیو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په بازار، د زابل ولایت په مرکز کلات ښار او همداراز د پکتیکا ولایت په تروې ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شوي دي.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له درېیو خونړیو پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدې، مخه نیول شوې ده.