غزني او لوګر کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی او فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د جنګي مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د غزني ښار په درېیمه ناحیه کې د ترهګرو طالبانو د درېیو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړی دی.
همداراز د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په قیصار ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو د جنګي مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.