بغلان کې د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه کس د ژغورل کېدو برسېره؛ درېیو ولایتونو کې اته تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Sat, Jun 27 2020 2:40 PM
1

د بغلان، کندز او کابل ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د وژنې او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې یو کس د قتل په تور، د کندز ولایت په مرکزي سیمو کې دوه تنه د وسله والو غلاو او د خلکو د ځورونې او همداراز د کابل ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې پنځه حرفوي غله نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې انسان تښتوونکو د بغلان ولایت په بنو ولسوالۍ کې یو کس تښتولی و، چې له څو ساعته وروسته بېرته د پولیسو د ګړندیو عملیاتو په ترڅ کې ازاد شوی دی.