څلورو ولایتونو کې شپږ تنه د قتل او غلا په تړاو ونیول شول
د تخار، ننګرهار، دایکندي او فاریاب ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د قتل، غلا او د عامه امن او نظم د اخلال په تور تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه په تالقانو ښار کې دوه تنه د غلا، جلال اباد ښار کې دوه حرفوي غله، د دایکندي په مرکز کې یو کس د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، غلا او د عامه امن او نظم د اخلال او همداراز فاریاب کې هم یو کس د قتل په تړاو نیول شوي دي.