لغمان او پروان کې له دوه ترورېستي پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
Thu, Jun 25 2020 11:44 AM
7


ملي پولیسو په لغمان او پروان ولایتونو کې د دوه جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې له دوه ترورېستي بریدونو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدل، مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د لغمان ولایت د الیشېنګ ولسوالۍ په "شکرمان" سیمه کې یو کړۍ ماین او د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ په "انچو" سیمه کې هم یو اندازه چاودېدونکي توکي د ترورېستي بریدونو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
د ماین او چاودېدونکو توکو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترهګریزو بریدونو مخنیوی شوی دی.