کابل کې په سازمان شویو جرمونو تورن مشتاق مشهور په کمانډو ونیول شو

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو سره ګډ د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند کمپنۍ سیمه کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې مشتاق مشهور په "کمانډو" له یوه همکار مجتبی مشهور په "شاهپرک" سره یو ځای نیولي دي.
مشتاق کمانډو د نشه يي توکو پر پلور او قاچاق تورن دی او تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت لخوا د پولیسو د تر څار لاندې مجرمینو په خپور شوي نوملړ کې شامل و.
پولیسو د یادو کسانو د نیولو پر مهال له دې کسانو څخه یوه اندازه نشه يي توکي هم کشف او ترلاسه کړي دي.