هلمند کې د هدفي وژنو عاملین ووژل شول

jamil-moi
Thu, Jun 18 2020 10:52 AM
6


د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د نادعلي ولسوالۍ په "نرۍ مانده" سیمه کې د هدفي وژنو دوه ترهګر بریدګر وژلي دي.
یادو بریدګرو د پولیسو پر یوه چک پاینټ برید وکړ، چې د پولیسو په ځوابیه برید کې دواړه بریدګر له منځه وړل شوي دي.
له یادو بریدګرو څخه یو قبضه تفنګچه او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې پېښه کې یو ملي پولیس هم برسېرن ټپي شوی دی.