هرات کې ۳۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل، وسله والو غلاوو، د غیرقانوني وسلو ګرځونې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، درې قبضې تفنګچې، درې عرادې موټر، اوه عرادې موټرسایکلونه، اته سیټه موبایلونه، دوه قبضې چاقوګان او یو اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو په پار اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.