کندهار کې پینځه ماین خښوونکي ونیول شول

jamil-moi
Tue, Jun 16 2020 11:38 AM
ف


د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ ملي پولیسو د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د سړک غاړې پینځه ماین خښوونکي نیولي دي.
یادو ماین خښوونکو د ملکي مرګ ژوبلې په پار د یوه کور مخې ته ماین ځای پر ځای کړی و، چې تر چاودنې دمخه د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه یوړل شو.
نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی دی.