غزني کې یو ماین خښوونکی نیول شوی او څلورو ولایتونو کې د شپږو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

hakimi-moi
Sun, Jun 14 2020 3:24 PM
1

غزني ولایت کې یو ماین خښوونکی نیول شوی او د غزني، هرات، کندوز او پکتیکا ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو د شپږو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی دی.
تېره شپه پولیسو د غزني ولایت د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند مغلان سیمه کې یو ترهګر ماین خښوونکی له یو قبضه لاسي بم، یوه جوړه نظامي درېشي، یو عدد چاقو او د ماین خښونې له یو شمېر وسایلو سره یو ځای نیول شوی دی.
همداراز تېره ورځ د غزني ښار د لومړۍ او شپږمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې دوه کړۍ ماینونه، د هرات ښار په ۱۲مه ناحیه کې یو کړۍ ماین، د کندوز ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې دوه کړۍ ماینونه او د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړل شوي دي.