کابل کې یوه ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه

د کابل پولیسو د ۱۷مې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یوه ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.
یوه نیمه اونۍ دمخه ناپېژاندو کسانو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یوه ۱۲کلنه نجلۍ تښتولې وه.
پولیسو د دې قضیې په تړاو دوه تنه له هغوی سره تر وسله والې نښتې وروسته نیولي دي.